وړاندیزونه
  1. د یوې خپلواکې قضایه قوې رامنځته کول: دا چې محکمې، قاضیان، او څارنوالان په نړېواله کچه تر ټولو فاسد بنسټونه پېژندل شوي دي، نو د عدلي سکتور اصلاحات باید د حکومت لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب وي. نور داسې بنسټونه به نه وي چې له امله یې افغانان د وسله وال مخالفت لوري ته مخه وکړي؛ هغه خلک چې طالبانو ته نږدې یا د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، وایي چې خپلې قضیې ېې د دولتي محکمو پر ځای د طالبانو په محکمو کې حل کوي. دغه لاندې کارونه به په عدلي سکتور کې د روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې ډېره مرسته وکړي:
  • پرانیستې محکمې: لکه څنګه چې اساسي قانون یې سپارښتنه کوي، که خلکو له محکمو څخه د څارنې اجازه ورکړل شي، نو د فساد ساحه به ډېره راکمه شي.
  • ټولنیز ګډون: په سان ډیاګو کې د کلیفورنیا د پوهنتون د یوې خپلواکې څېړنې د لومړنیو پایلو پر بنسټ، ټولنیز ګډون کولای شي تر ډېره بریده په محکمو کې حساب ورکول او روڼتیا رامنځته کړي.
  • د عدلي خدماتو خپلواک کمیسیون: قاضیان، قضایي کارکوونکي باید د یو خپلواک کمیسیون له خوا وټاکل او وروزل شي او دغه کمیسیون باید د حکومت، ملي شورا او سترې محکمې له مداخلې څخه خپلواک وي.
  1. د افغانستان د ملي پولیسو په منځ کې له فساد سره د مبارزې لپاره د روښانه او رڼو میکانېزمونو رامنځته کول: د قضایه قوې ترڅنګ د ډېرو وګړو په باور پولیس هم ډېر فاسد دي. په دې اړه معلومات لږ ستونزمن ښکاري، ځکه ځواب ورکوونکو ملي پولیسو ته لوړې نمرې خو سیمه ییزو پولیسو ته ښکته نمرې ورکړې دي. خو دا په ډاګه کوي چې د افغانستان په ملي پولیسو کې فساد شته چې باید دغه ستونزه حل شي. لاندې کارونه به مرسته وکړای شي:
  • د افغانستان د ملي پولیسو په منځ کې د یو خپلواک کمیسیون جوړول ترڅو د وړتیا پر بنسټ ګمارنو او ترفیع ګانو څخه څارنه وکړي. دا به ښایي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له خپلواک کمیسیون سره ورته وي. دغه کمیسیون به دنده لري چې ترفیع ګانې پروسیس کړي او د رڼو کړنلارو او معیارونو پر بنسټ ګمارنې وکړي.
  • د ۱۱۹ شمېرې له لارې د فساد اړوندو شکایتونو د پروسیس کولو لپاره روښانه لارښوونې او کړنلارې رامنځته کړي، او د کورنیو چارو له وزارت او ملي پولیسو څخه خپلواکه یوه داسې اداره جوړه کړي چې دغه شکایتونه وڅېړي.
  • د پولیسو د څار دفتر پیاوړی کړي، ترڅو د پولیسو په اړه شکایتونه په اغېزناک ډول وڅېړي او په دې تړاو خلکو ته په منظم ډول معلومات ورکړي.
  1. یوه داسې تګلاره جوړه کړي چې په وسیله یې خلک وکولای شي د غچ اخیستلو له وېرې پرته د فاسدو چارواکو په اړه رپوټ ورکړي: په داسې حالت کې چې حکومت باید د شکایتونو ريښتینولي وارزوي، خو بیا هم د دې لپاره چې خلک د امن احساس وکړي، باید د شکایت کوونکي پېژندګلوي تر ډېره پټه وساتي.
  • له دغو شکایتونو څخه باید د عامه چینلونو له لارې څارنه وشي؛ هغه خلک چې شکایت کوي باید وکولای شي چې د خپلې قضیې پرمختګ وګوري او په دې اړه نظر تر لاسه کړي.
  • د شکایتونو د سیستم په اړه باید د خلکو لپاره پرانیستی تفتیش ترسره شي، ترڅو خلک پوه شي چې څه رامنځته کېږي.
  • د څار یو سیستم رامنځته کړي: د شکایتونو د مدیریت په یو اغېزناک سیستم کې د څارنې برخې ته اړتیا ده ترڅو ډاډ رامنځته کړي چې پروسه محفوظه، رڼه او اغېزناکه ده.