میتودولوژي

دا په ټول هېواد کې د فساد په اړه د افغانانو د اخیستنو (برداشتونو) او تجربو په تړاو د افغانستان روڼتیا څار سازمان یوه سروې او په دې اړه یوه ارزونه ده چې فساد څنګه د خلکو په ژوند او ټولنو اغېز کوي. د ۲۰۰۷ زېږدیز کال را په دېخوا دا د افغانستان روڼتیا څار سازمان له خوا دا ډول پنځمه دوه کلنۍ سروې ده. په سروې کې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني ټولنو، کارپوهانو او عامه چارواکو په تړاو د فساد په برخه کې د افغانانو اخیستنو او د هېواد له دولت او سیاسي مشرانو څخه د دوی تمو ته کتنه شوې ده.
د دغې سروې لپاره مطلوب وګړي هغه افغانان وو چې عمرونه یې ۱۸ کاله یا پورته و. د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې له خوا د وګړو په اړه د معلوماتو له مخې (په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې شته نفوس د جنسیت او عمر پر بنسټ)، د ولایتي نفوس شاوخوا ۴۸ سلنه یې ۱۸ کلن یا د ډېر عمر لرونکي دي. په دې معنا چې ټول مطلوب نفوس ۱۳۰۲۱۴۰۱ تنه و (د افغانستان ټول نفوس ۲۷۱۰۱۳۶۵ تنه دی).
په دغه څېړنه کې د سمپلینګ چوکاټ د کلیو او ناحیو پر بنسټ و، چې په هره ټاکل شوې ولسوالۍ کې د کلیو له یو ډېټابس څخه کار اخیستل کېده. د هرې ولسوالۍ له لړلیک څخه د کلیو سمپلینګ وشو.

د سمپل (نمونې) د کچې محاسبه

د افغانستان روڼتیا څار سازمان د هېواد په کچه د خلکو د نظریو سروې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۱۳۷ سمپل شویو ولسوالیو کې، البته د ناحیو په
ګډون سره، ترسره کړه. د ټول هېواد د سمپل د کچې په محاسبه کې د ډاډ له ۹۵٪ انټروال سره د تېروتنې حاشیه ۱.۱٪ وه او د ځواب توزیع یې ۵۰ سلنه وه (د نارینه وو او ښځو ترمنځ). د ځواب ورکوونکو ټول شمېر ۷۸۱۰ تنه و. د جغرافیایي تنوع د زیاتوالي په موخه او د بودجوي محدودیتونو په پام کې نیولو سره، د سروې ټیم د سمپلینګ هر ټکي ته ۱۰ سروې ګانې ور وویشلې، چې د ۳۴ ولایتونو په ۱۳۷ ولسوالیو کې ټول ۷۸۱ د سمپلینګ ټکي و.

د ولایت او ولسوالۍ ټاکنه

د افغانستان روڼتیا څار سازمان د امنیت له کمیټې او د څېړنې له ټیم سره یوځای د ټولو ۳۴ ولایتونو یوه امنیتي ارزونه تر سره کړه، او د څلورو رنګونو پر بنسټ یې امنیتي سیستم تشریح کړ. دغه سیستم / ډلبندي په هره کچه کې د کلسټرونو او ممکنو تېروتنو په ګډون د سروې د ټیم لاسرسی او د سروې اړوندې تګلارې په ګوته کوي. امنیتي ډلبنډي له ساحوي همغږو کوونکو او ولایتي شبکو سره په مشوره ترسره شوه.
 شین: شین رنګ لرونکي ولسوالۍ د سروې د ټیمونو لپاره پرانیستې وې. ټول کلي یې د سمپلینګ په لړلیک کې شامل و.
 عنبري رنګ: په عنبري رنګه ولسوالیو کې د ولسوالۍ له مرکز څخه تر دوو ساعتو لرې مزل پورې ټول کلي په سروې کې شامل شول. که به لاره له دوو ساعتو مزل څخه زیاتېده نو په دې معنا وه چې د سروې ټیم باید د هر لرې کلي لپاره څو ځله سفر کړی وای. په داسې ولسوالیو کې یوې سیمې ته څو ځله تګ راتګ دا خطر زیاتوي چې د سروې ټیم د مخالفینو هدف وګرځي. نو په دغو ولسوالیو کې د سمپلینګ ټکي د ولسوالۍ له مرکز څخه د دوو ساعتو مزل په ساحه کې ټاکل شوي وو.
 سور رنګ: سور رنګې ولسوالۍ تر ډېره ناامنې وې، په دې معنا چې د سروې ټیمونو نشوای کړای د ولسوالیو په مرکزونو کې سروې ترسره کړي. په دې کې د ولسوالۍ د مرکزي اوسیدونکو د کورنیو او د ولسوالۍ د مرکزي کلیو سروې شامله وه. په سور رنګو ولسوالیو کې د کلسټر پراختیا د عنبري رنګه ولسوالیو په پرتله د ډېرو تېروتنو په معنا وه.
 تور رنګ: تور رنګه هغه ولسوالۍ وې چې هلته د حکومت د کنټرول د نشتوالي له امله حتا د ولسوالیو مرکزونه هم د سروې د ټیمونو لپاره خطرناک وو. پر دې سربېره په دغو ولسوالیو کې د حکومت مخالفو ډلو زیات شمېر چک پاینټونو دا ناشونې کړې وه چې د دغو ولسوالیو مرکزونو ته د سروې توکي ولیږدول شي، حتا که به د سروې ټیمونو په بېلو موټرونو کې هم سفر کاوه. تور رنګه ولسوالۍ په دغه سروې کې نه دي شاملې؛ زموږ له ډلې څخه هېڅوک هم د سروې په موخه دغو ولسوالیو ته نه دي تللي.