مدني ټولنې د حکومت له مشرتابه غواړي چې له سیاسي هوکړې وروسته د عدلي، څارنیزو او حقوقي نهادونو خپلواکۍ ته ژمن واوسي.

جمعه، ۵ جون ۲۰۲۰ – کابل: د تېرو ټاکنیزو جنجالونو په پایله کې د سیاسي ګډوډۍ د ختمولو لپاره د سیاسي هوکړې څخه وروسته، مدني ټولنو له جمهور رئیس اشرف غني او د ملي مصالحې شورا رئیس عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې د عدلي، څارنیزو او حقوقي نهادونو خپلواکۍ ته ژمن واوسي. په سیاسي هوکړه کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د دوه مخکښ نوماندانو ترمنځ د حکومت د لوړو څوکیو د وېش خبره شوې ده. مدني ټولنې او خلک اندېښمن دي چې ښايي دا هوکړه عدلي، څارنیز او حقوقي نهادونه هم سیاسي کړي، ځکه ددې نهادونو د خپلواکۍ هېڅ روښانه ژمنتیا نه ښکاري.

 په یوه رسنیزه بیانیه کې د افغانستان روڼتیا څار اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي وویل، «د ټاکنو په پایله کې د رامنځته شویو سیاسي جنجالونو د اوارېدو هرکلی کوو. خو موږ اندېښمن یو چې ښايي دا هوکړه د خپلواکو نهادونو لاسیاسي کېدو او تسخیریدو ته لاره اواره کړي». ښاغلي افضلي زیاته کړه که چېرې دا نهادونه بیاځلي ولکه شي، دا به نه یوازې د راتلونکو اصلاحاتو موکه وسوځوي، بلکې د خلکو باور به هم له لاسه ورکړي ځکه دا به د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. د فساد د ملي سروی په حواله، پر حکومت د خلکو باور ډېر راکم شوی دی او له ۷۲سلنه ډېر خلک پر عامه خدماتو باور نه لري.

 ښاغلي افضلي وویل، دا نهادونه هله ښه کار کولای شي چې کله د نړیوالو معیارونو او روشونو مطابق خپلواک پرېښودل شي. هغه همدارنګه وویل، «لږترلږه باید دا نهادونه له سیاسي لاسوهنو څخه پاک واسي، مشران یې باید په ناسیاسي او سیالیزه توګه وګمارل شي، بودیجوي خپلواکي یې وساتل شي، بسنده منابع ورکړل شي او د حساب ورکولو کورني او بهرني مېکانېزمونه یې ځواکمن واوسي تر څو د قانون حاکمیت تضمین کړي، دولتي نهادونه مسؤلیت‌منلو ته اړ کړي، د عامه خلکو د ګټو لپاره کار وکړي او د هغوی باور ترلاسه کړي».

 د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې رئیس ښاغلي عبدالله احمدي وویل، «د قانون له حاکمیت پرته ولسواکي بې‌مانا ده او د عدلي او څارنیزو نهادونو له خپلواکۍ پرته د قانون حاکمیت ناشونی دی». هغه زیاته کړی، «ستره محکمه، لویه څارنوالي، د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي مرکز، او د عدلیې وزارت مسلکي برخې د افغانستان عدلیې او عدلي نهادونو د ملاتیر جوړوي او عدالت ته د خلکو لاسرسۍ او د قانون د حاکمیت لپاره تر ټولو مهم نهادونه دي. نو ځکه باید دا نهادونه ناسیاسي پاتې شي او د سیاسي مشرتابه لخوا یې خپلواکي تضمین شي».

 ښاغلي احمدي زیاته کړه چې څارنیز خپلواک نهادونه لکه د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون، د تفتیش عالي اداره، د افغانستان بانک، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاس‌رسۍ کمیسیون، او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دولت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د انډول ساتلو او ټولو دولتي ادارو د مسؤلیت‌منښت د تضمین لپاره اړین نهادونه دي. هغه همدارنګه وویل چې انتظامیه ادارې لکه اترا، د کانونو تخنیکي کمېټه، او د افغانستان د تېلو او ګازو حقوقي ادارې باید د سیاسي لاس‌وهنو څخه پاکې اوسي او د بازار د زورواکو لاسونه ترې لنډ شي. سربېره پر دې دولتي شرکتونه لکه د افغانستان برښنا شرکت، آریانا افغان هوايي شرکت، افغان ټیلیکام، او د ملي پراختیا شرکت د بازار د انحصار په ماتولو کې حیاتي رول لوبوي، خو پدې شرط چې دا نهادونه د امانتولۍ په مراعتولو غیرسیاسي واوسي.

د ایډیټرانو یادداښت:

د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ چې په ۲۰۱۰ کې جوړ شوی دی، په ټول افغانستان کې له ۱۳۰۰ ډېر غړي نهادونه لري. دا کاري ګروپ د افغانستان د مدني ټولنو تر ټولو ستر نهاد دی. حکومتولي او د فساد پر وړاندې مبارزه ددې کاري ګروپ له کمېټو څخه یوه کمېټه ده چې د روڼتیا څار لخوا پرمخ بېول کېږي. پدې کمېټه کې لاندې غړي شامل دي:

 کلید ګروپ

د افغانستان عدلي نهاد

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنه

د افغانستان د ولسواکۍ او پراختیا مؤسسه

د افغانستان د عامه پالیسۍ او څېړنۍ مؤسسه

د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ مؤسسه

د فساد پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ مؤسسه

د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه

د ښځو او سولې مطالعې اداره

د افغاني معلولینو لپاره د بایسکل چلولو او بیا رغونې تفریحي مؤسسه

د ښځو وړتیا لوړونې او پراختیا مؤسسه

د عدالت لپاره د ښځو د پیوستون مؤسسه

د افغان ښځو او کوچنیانو د مرستې او ملاتړ مؤسسه

د افغانستان د پراختیا او بشري خدمتونو مؤسسه

د قانون غوښتونکي

د افغانستان د مدني ټولنو فورم

کور

د افغاني نادولتي مؤسسو د پیوستون اداره

د افغانستان روڼتیا څار

د لا ډېرو مالوماتو لپاره:

لطفاً د عبدالله احمدي (ahmadi.cc@gmail.com 0700294693) او ناصر تیموري سره (n.timory@integritywatch.org 0794610003) اړیکه ونیسئ.