د افغانستان بانک د ټولو رئیس نوماندېدو او د هغه دپوښتنې‌وړ پریکړو په اړه مدني ټولنې اندېښمن دي

۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ کابل – افغاني مدني ټولنو د افغانستان بانک د ټولو رئیس د نوماندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یوه سیاسي ګمارنه بللې ده. جمهور رئیس غني څه موده مخکې اجمل احمدي د افغانستان بانک د ټولو رئیس په حیث وګماره، چې لدې مخکې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د جمهور رئیس نږدې باوري کس پاتې شوی دی. د مدني ټولنو استازو پدې اړه هم خپلې اندېښنې وښودې چې د نوموړي نوماندي لا د ولسي جرګې لخوا تایید شوې نه ده خو وار له مخه یې د افغانستان بانک مرستیال له دندې ګوښه کړ.

 د مدني ټولنو په اند باید د افغانستان بانک د ټولو رئیس غیرسیاسي کس واوسي او د مرکزي بانک د خپلواکۍ په ساتلو خپلې پرېکړې وکړي. د روڼتیا څار اجراییوي رئیس، سید اکرام افضلي وویل: «د افغانستان بانک د ټولو رئیس وروستۍ ګمارنه یو سیاسي ګام دی، نو ځکه د جدي پوښتنې وړ ده». د انتظامیه یا ریګیولیټرې ادارې په حیث، مرکزي بانک یوازې هله خپلې چارې سمې پرمخ بېولای شي چې کله له سیاسي لاس‌وهنو څخه خپلواک واوسي. هغه زیاته کړه، «حکومت باید د افغانستان بانک لپاره د غیرسیاسي ګمارنو له لارې د دې بانک خپلواکي تضمین کړي».

 د مدني ټولنو په باور، د ولسمشر لخوا باید د افغانستان بانک د ټولو رئیس ګمارنه د یو راڼه بهیر له لارې ترسره شي. د نجیبه ایوبي د کلید رادیو رئیسې وویل  «د افغانستان بانک اوسنی سرپرست د ټولو رئیس د قانون پر شرایطو برابر نه دی». د افغانستان بانک قانون د لسمې مادې پر بنسټ، د افغانستان بانک د ټولو رئیس باید افغانستان تبعه اوسي، پر امانتولۍ مشهور وي، تجربه ولري، د کوم بل مالي بنسټ غړیتوب ونلري، او د وزیرانو د کابینې یا پارلمان غړی نه وي. هغه وپوښتل چې آیا له ګمارنې مخکې د جمهور رئیس لخوا دا شرایط په شفاف ډول په پام کې نیول شوي وو؟

 د نوي ګمارل شوي ټولو رئیس لخوا د افغانستان بانک د مرستیالانو ګوښه کول د پوښتنې وړ مسئله ده. د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالینو شبکې مشر خلیل روفي وویل، «د افغانستان بانک سرپرست باید د ولسي جرګې د تایید رایې ترلاسه کولو وړاندې سترې پرېکړې ونکړي». د اساسي قانون د ۶۴مې مادې ۱۱مه فقره له مخې، « د وزيرانو، لوی څارنوال، د افغانستان بانك، د ملي امنيت او سرې مياشتې د رئيسانو ټاكل او د هغوى عزلول او د استعفى منل د ولسي جرگې په تایید کیږي». هغه وویل، «په اساسي قانون کې داسې هېڅ مورد نشته چې جمهور رئیس وکړای شي چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس د سرپرست په توګه وګماري».

 د افغان حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر غړي، عبدالوحید فرزايي وویل، «د افغانستان بانک د مرستیال ګوښه کول د پوښتنې وړ دي». د افغانستان بانک د دویم مرستیال په وینا، هغه لا د خپل ځان په اړه د لګېدلو تورونو په اړه خبر نه دی. ښاغلي فرزايي وویل چې د افغانستان بانک د ۲۰مې مادې د ۵مې فقرې پر اساس، د افغانستان بانک دویم مرستیال ته باید د خپل ځان څخه د دفاع حق ورکړل شي. پر دې سربېره، د افغانستان بانک لومړي رئیس هم د افغانستان بانک د عالي شورا د پرېکړې نیولو بهیر ننګولی دی، ځکه له هغه غوښتل شوي وو چې له هغې ناستې بېرون ووځي چې په هغې کې د بانک د دویم مرستیال د ګوښه کېدو پرېکړه شوې وه. ښاغلي فرزایي ټینګار وکړ چې په عامه اداراتو کې باید د پرېکړو نیولو لپاره قانوني بهیر په پام کې ونیول شي.

 د لا ډېرو مالوماتو او مرکو لپاره، لطفاً اړیکه ونیسئ:

ضیافت‌الله سعیدي، ۰۷۴۷۶۰۰۳۹۶ برېښنالیک: z.saeedi@gmail.com

 د ایډیټرانو یادداښت

  • د حکومتولۍ او فساد-ضد کمېټې خبري کنفرانس دلته موندلای شئ.

    1) https://youtu.be/TZ9Gb1Tepx4

    2) https://youtu.be/o0XYhXNSQSA

  • د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ چې په ۲۰۱۰ کې جوړ شوی دی، په ټول افغانستان کې له ۱۳۰۰ ډېر غړي نهادونه لري. دا کاري ګروپ د افغانستان د مدني ټولنو تر ټولو ستر نهاد دی.
  • حکومتولي او د فساد پر وړاندې مبارزه ددې کاري ګروپ له کمېټو څخه یوه کمېټه ده چې د روڼتیا څار لخوا پرمخ بېول کېږي. پدې کمېټه کې دا غړي شامل دي: (۱) کلید ګروپ، (۲) د روڼتیا څار، (۳) د افغانستان عدلي نهاد، (۴) د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنه، (۵) د افغانستان د ولسواکۍ او پراختیا مؤسسه، (۶) د افغانستان د عامه پالیسۍ او څېړنۍ مؤسسه، (۷) د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ مؤسسه، (۸) د فساد پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ مؤسسه، (۹) د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه، (۱۰) د ښځو او سولې مطالعې اداره، (۱۱) د افغاني معلولینو لپاره د بایسکل چلولو او بیا رغونې تفریحي مؤسسه، (۱۲) د ښځو وړتیا لوړونې او پراختیا مؤسسه، (۱۳) د عدالت لپاره د ښځو د پیوستون مؤسسه، (۱۴) د افغان ښځو او کوچنیانو د مرستې او ملاتړ مؤسسه، (۱۵) د افغانستان د پراختیا او بشري خدمتونو مؤسسه، (۱۶) د قانون غوښتونکي، (۱۷) د افغانستان د مدني ټولنو فورم، (۱۸) کور، (۱۹) د افغاني نادولتي مؤسسو د پیوستون اداره